د برتانیې د پارلمان د دفاعي کمیټې مشر او د محافظه کار ګوند استازي توبیاس الوود د افغانستان په اړه د خپلو دریځونو له امله استعفا وکړه.
د بريتانيا د پارلمان د دفاعي کمېټې مشر په خپله استعفا ليک کې ويلي، چې له افغانستان سره د بين الافغاني اړيکو د زياتولو لپاره د ده پر څرګندونو د نيوکو د څپو له امله استعفا ورکوي.
الووډ تر دې مخکې افغانستان ته سفر کړی و او ویلي یې وو چې په دغه هېواد کې د امنیت د ښه والي، د پراخ فساد له منځه تللو او د نشه يي توکو د کاروبار شاهد و.