د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ ریچارد لیندسي، د افغانستان لپاره د برتانیې ځانګړي استازي، د خوړو د ناامنیو د شدّت په اړه خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی چې ۱۵ میلیونه وګړي په افغانستان کې د خوراک له کمښت سره لاس او ګرېوان دي. نوموړي غوښتنه کړې چې د لوږې د مخنیوي لپاره باید پراخ، ګډ او بېړنی اقدام وسي. لیندسي د جمعې په ورځ (۲۳ د عقرب) په خپله «ایکس» (پخواني ټویټر) پاڼه کې لیکلي چې د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې همیش فالکونر او یو شمېر مهمو شریکانو سره یې د افغانستان د خوړو د خوندیتوب په اړه غونډه کړې ده.
برتانیه له اوږدې مودې راهیسې د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) سره د خوراکي ناامنیو په برخه کې همکاري کوي او څو اونۍ مخکې یې د بیړنیو خوراکي مرستو لپاره ۴۰ میلیونه پونډه ځانګړي کړي دي. د ملګرو ملتونو د تازه ارقامو له مخې، شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانان چې دا مهال د طالبانو تر واک لاندې دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
په داسې حال کې چې د برتانیې ځانګړي استازي پر بیړني اقدام ټینګار کړی، د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې لوږه په ټول افغانستان کې خپره سوې ده او دا مهال له هر پنځه افغانانو یو تن یې د لوږې ښکار دی. دغه سازمان ویلي چې د تر ټولو زیان منونکو افغان کورنیو د ملاتړ لپاره ۵۵۵ میلیونه ډالرو مرستې ته اړتیا لري.



