د معمار پرس د خبر له مخې؛ د برازیل ولسمشر لویز اناسیو لولا داسلوا خبرداری ورکړی چې که چیرې د نړیوال نظام په جوړښت او فعالیت کې جدي اصلاحات ونه شي، نو د نړیوال نظم د بشپړ سقوط امکان شتون لري چې تر ۲۰۲۵ پورې د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته رامینځته شوی و.
لولا دا څرګندونې د برازیل د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره شوې مقاله کې وکړې.
هغه لیکلي: “۲۰۲۵ باید د ملګرو ملتونو د تاسیس د ۸۰ کلیزې د لمانځلو کال وي، مګر پرځای یې دا خطر شتون لري چې دا کال به په تاریخ کې د نړیوال نظم د سقوط د کال په توګه ثبت شي.”