د معمار پرس د خبر له مخې؛ د بدخشان ولایت سیمه ییزو سرچینو راپور ورکړی چې د دې ولایت په خاش ولسوالۍ کې د خلکو اعتراضونه، چې د دوشنبې په ورځ، د سرطان په ۹مه کال کې د طالبانو د ځواکونو د شتون او فعالیت په غبرګون کې پیل شوي وو، د دریمې پرله پسې ورځې لپاره هم دوام لري.
د دې راپورونو له مخې، د لاریون کوونکو او طالب ځواکونو ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان شوي دي.
په بدخشان کې د طالبانو والي هم د لاریون کوونکو او د ډلې د ځواکونو ترمنځ د نښتو پیښې تایید کړې دي.
سیمه ییزې سرچینې وايي چې طالبانو د لاریونونو د ځپلو لپاره له تاوتریخوالي څخه کار اخیستی او لاریون کوونکي یې د ډزو سره په نښه کړي دي.