د بخښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې له ټولو هېوادونو غوښتي دي چې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان ته د افغان کډوالو او پناهغوښتونکو جبري ایستل او ستنول دې سمدستي ودرول سي. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې دا بهیر د میلیونونو کسانو ژوند او امنیت، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو، له جدي ګواښ سره مخ کوي.
د دې سازمان د وروستي راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې تر ۲.۶ میلیونه ډېر افغانان په جبري ډول افغانستان ته ستانه سوي، چې شاوخوا ۶۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.
په اعلامیه کې راغلي چې پاکستان، د طالبانو سره د وروستیو سرحدي نښتو وروسته، د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په څرګند ډول چټک کړی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په داسې شرایطو کې د افغانانو جبري ستنول د شکنجې، خپلسري نیونو، تاوتریخوالي او د بشري حقونو د نورو جدي سرغړونو واقعي خطر زیاتوي. دغه سازمان ټینګار کړی چې د نړیوالو قوانینو له مخې د «نه ستنولو اصل» دولتونه له دې منع کوي چې خلک هغو سیمو ته واستوي چې هلته د جدي بشري سرغړونو له خطر سره مخ وي.
دا اعلامیه په داسې حال کې خپره سوې چې یو شمېر اروپایي هېوادونه او د امریکا متحده ایالات هم د افغان کډوالو د ایستلو هڅې زیاتوي. د بریتانیا حکومت تېره میاشت د پناه غوښتنې په سیاستونو کې د پراخو بدلونونو اعلان وکړ، چې پکې د پناهغوښتونکو د ایستلو د بهیر چټکتیا او د بشري ملاتړونو محدودول شامل دي. همدارنګه، اروپایي اتحادیې د ۲۰۲۴ کال په اپرېل کې د کډوالۍ په قوانینو کې سخت اصلاحات تصویب کړي، چې تمه ده له ۲۰۲۶ تر ۲۰۲۷ کلونو پورې په بشپړ ډول عملي سي.
د بخښنې نړیوال سازمان همدارنګه راپور ورکړی چې یو شمېر اروپایي هېوادونه، لکه جرمني او اتریش، له طالبانو سره د افغان کډوالو د جبري ستنولو د اسانتیا په موخه خبرې اترې کوي. په امریکا کې هم د ډونالډ ټرمپ حکومت د نوو اجرایي فرمانونو په صادرولو سره د ناقانونه کډوالو د پراخې ایستنې زمینه برابره کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانانو د کډوالۍ د دوسیو ارزونه او د افغانستان د پاسپورت لرونکو لپاره د ویزو ورکول یې ځنډولي دي.
سمریتي سینګ، د جنوبي اسیا لپاره د بخښنې نړیوال سازمان سیمهییزې مشرې، ویلي چې تر ۲۲ میلیونه ډېر افغانان، یعنې نږدې د هېواد نیمایي نفوس، بشري مرستو ته اړتیا لري. هغې زیاته کړې:
«د خلکو د جبري ستنولو بېړه د هغوی د تېښتې اصلي لاملونه او د بېرته ستنېدو جدي خطرونه له پامه غورځوي، او دا د دولتونو له نړیوالو ژمنو ښکاره سرغړونه ده.»
د بخښنې نړیوال سازمان د بېرته ستنو سوو کډوالو له څرګندونو سره سم ویلي چې ښځې، انجونې، د پخواني حکومت کارکوونکي، پخواني امنیتي ځواکونه، خبریالان او د بشري حقونو مدافعان لا هم د طالبانو له لوري د غچاخیستنې، خپلسري نیونو، شکنجې او حتا له محکمې پرته د وژنو له ګواښ سره مخ دي.
دغه سازمان په پای کې له ټولو هېوادونو غوښتي دي چې د افغان کډوالو جبري ستنول سمدستي ودروي، خپلو نړیوالو حقوقي ژمنو ته درناوی وکړي، او په ځانګړي ډول د خطر سره مخ کسانو لپاره د خوندي، چټک او دوامدار بیا مېشتېدو لارې پراخې کړي.



