د بخښنې نړیوال سازمان: د افغانستان د ښځو وضعیت دردناک او نه زغمونکی دی

د بخښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ښځو او انجونو حالت د زغملو نه‌دی، او نړیواله ټولنه باید د طالبانو له لوري د بشري حقونو د پراخو سرغړونو پر وړاندې بیړنی اقدام وکړي.
د بخښنې نړیوال سازمان: د افغانستان د ښځو وضعیت دردناک او نه زغمونکی دی

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د بخښنې نړیوال سازمان په خپل تازه بیانیه کې د افغان ښځو او انجونو حالت«نه‌زغمونکی» بللی او ویلي یې دي چې طالبانو په سیستماتیک ډول ښځې له نږدې ټولو ټولنیزو او عامه برخو څخه ایستلې دي. په دې بیان کې ویل سوي چې طالبان د زده‌کړې، کار، تګ راتګ، جامو، او روغتیايي خدمتونو په برخه کې د سختو محدودیتونو په لګولو سره د ښځو بنسټیز بشري حقوق او انساني کرامت په پراخه او قصدي توګه تر پښو لاندې کړي دي. د بخښنې نړیوال سازمان دا کړنې د «جنسیتي توپیر یا جنسیتي اپارتاید» څرګنده بڼه بللې ده.

یاد سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتی چې د افغانستان له زړورو ښځو او انجونو سره ودرېږي او د طالبانو مشران د بشري حقونو د نقض په اړه د قانون مخې ته راولي. په اعلامیه کې ټینګار سوی چې د نړۍ چوپتیا او بې‌عملۍ د طالبانو د ظلم دوام ته زمینه برابروي او دا چاره د بشري حقونو د ناقضانو لپاره په ټوله نړۍ کې خطرناک پیغام استوي.

د بخښنې نړیوال سازمان له نړیوالو هېوادونو غوښتنه کړې چې د طالبانو د فشار لپاره حقوقي او سیاسي لارې چارې وکاروي، څو د افغانستان ښځې له اوسني نه زغمونکی وضعیت څخه خلاصې سي. یاد خبرداری په داسې وخت کې خپرېږي چې نړیوالو بنسټونو بیا بیا ویلي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو پر وړاندې محدودیتونه په تېرو دوه لسیزو کې بې‌ساري دي، او لا هم د نرمښت یا بدلون هېڅ نښه نه ترسترګو کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x