د بخښنې نړیوال سازمان: جرمني باید د افغان کډوالو د منلو لپاره خپلې ژمنې پوره کړي

د بخښنې نړیوال سازمان پر جرمني غږ کړی چې د خطر سره مخ افغانانو د ځای پر ځای کولو په اړه خپلې ژمنې پوره کړي.
د بخښنې نړیوال سازمان: جرمني باید د افغان کډوالو د منلو لپاره خپلې ژمنې پوره کړي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د بخښنې نړیوال سازمان پرون (چهارشنبه، د سرطان ۱۸مه) ټینګار وکړ چې افغانستان ته د کډوالو شړل د نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونه ده.

سازمان د هغو افغانانو د سمدستي لیږد غوښتنه وکړه چې دمخه یې له جرمني څخه د منلو ژمنه ترلاسه کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان د آسیا کارپوهې تیریسا برګمن، افغانستان ته د شړلو لړۍ غیرقانوني وبلله.

هغې له جرمني څخه وغوښتل چې د زیان منونکو خلکو د منلو پروګرام بیا پیل کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه