د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د بخښنې نړیوال سازمان په یو تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ښځې او انجونې د طالبانو د واکمنۍ لاندې د معاصر تاریخ له تر ټولو سختې ځپنې سره مخ دي؛ داسې ځپل چې میلیونونه ښځې او انجونې یې له عام ډګر څخه، په ځانګړي ډول له زده کړو، کار او ټولنیز حضور څخه څنګ ته کړې دي. په دې راپور کې ویل سوی چې طالبان له ۲۰۲۱م کال راهیسې د بېلابېلو بندیزي کړنلارو په لګولو سره د ښځو بنسټیز بشري حقونه په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې کړي دي. د دغو بندیزونو له امله ښځې له خپلو لومړنیو انساني آزادیو لکه د زده کړو حق، د کار حق او ان د محرم نارینه پرته د تګ راتګ آزادۍ څخه بېبرخې سوې دي.
د بخښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د ښځو مدني اعتراضونه، خبریالي او د بشري حقونو فعالیتونه په افغانستان کې نه یوازې ځپل کېږي، بلکې له ګواښ، نیولو او زورزیاتي سره مخ دي. په راپور کې د وتلې خبریالې او د رخشانه رسنۍ د بنسټاېښودونکې زهراء جویا روایت هم ځای پر ځای سوی دی. هغه چې دا مهال په لندن کې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي، وايي: «د طالبانو د ځپنې پر وړاندې چپ پاتې کېدل د تاوتریخوالي د دورې منل دي.»
جویا ټینګار کوي چې په اوسني وضعیت کې خبریالي د ښځو لپاره په جرم بدله سوې، او ډېرې ښځینه خبریالانې اړ دي په پټه کار وکړي. هغې ویلي چې د رخشانه رسنۍ لا هم د افغانستان له دننه څخه د ډېری ښځینه غړو په وسیله فعالیت کوي، او زیاته کړې یې ده: «طالبان غواړي ښځې له منځه یوسي، خو د افغانستان ښځې نه غواړي چپ پاتې سي.» د بخښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو د حقونو د ساتنې لپاره جدي او اغېزمن ګامونه پورته کړي او د افغان ښځو غږ لا پیاوړی واوري.



