د ایلان ماسک د سپینې ماڼۍ دوره پای ته رسیږي

د ټرمپ په اداره کې د حکومت د موثریت د دفتر مشر، ایلان ماسک، اعلان وکړ چې د ځانګړي دولتي کارمند په توګه یې دوره پای ته رسیدلې او د ټرمپ څخه یې د غیر ضروري لګښتونو د کمولو د فرصت له امله مننه وکړه، پداسې حال کې چې د ډاج اداره به خپلو پراخو بدلونونو ته دوام ورکړي.
پایان مأموریت ایلان ماسک در کاخ سفید

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا میلیاردر او د ټیسلا، سپیس ایکس او ټولنیزې شبکې ایکس مالک، ایلان ماسک، د پنجشنبې په سهار، د جوزا په ۸مه اعلان وکړ چې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اداره کې د حکومت د موثریت د دفتر (ډاج) د مشر په توګه د هغه دوره پای ته رسیدلې ده.

ایلان ماسک، چې په دې پوست کې یې د “ځانګړي دولتي کارمند” په توګه دنده ترسره کړې، په یوه بیانیه کې له ډونالډ ټرمپ څخه مننه وکړه چې هغه ته یې په فدرالي حکومت کې د غیر ضروري لګښتونو د کمولو فرصت برابر کړ.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه