د ایران ځانګړي استازي د افغانستان په اړه پر هر اړخیزو مشورو ټینګار وکړ

د ایران ځانګړي استازي د افغانستان په اړه پر هر اړخیزو مشورو ټینګار وکړ

د معمار پرس د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان او سیمې پیچلي او خطرناک شرایط له ټولو خواوو سره هر اړخیزو مشورو ته اړتیا لري. هغه زياته کړه، چې د دوحې په درېيمه ناسته کې د ګډون لپاره د يوه پلاوي په مشرۍ قطر ته تللى دى. باید وویل شي، چې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې درېیمه غونډه نن یکشنبه (د سرطان ۱۰مه) د قطر په پلازمینه دوحه کې پیل شوه او ټاکل شوې چې سبا دوشنبه (د سرطان ۱۱مه) به دوام وکړي. په دې ناسته کې د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو پر استازو سربېره د طالبانو پلاوی هم ګډون لري.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو په وړاندې د ملګرو ملتونو د بندیزونو غځول او په افغانستان کې یې پایلې
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x