د ایران ولسمشر په درې ورځني سفر عراق ته ولاړ

لنډ لینک: https://memar.press/?p=10379
۱ کال مخکی
د خبر شمیره 10379
کې خپور شو 12:57 ق.ظ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د خپل ولسمشرۍ په لومړي بهرني سفر کې د عراق د حکومت په رسمي بلنه او د یوه لوړ پوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ په درې ورځني سفر بغداد ته ورسېد. دا سفر د عراق د لومړي وزیر محمد شیاع السوداني په رسمي بلنه ترسره کیږي. پزشکیان به له لومړي وزیر، ولسمشر، د پارلمان او عدلیې له رییسانو او د ګډو همکاریو د سندونو د لاسلیکولو سربیره، په عراق کې له میشتو سوداګرو او ایرانیانو سره هم لیدنې ولري. د عراق اوسنی حکومت چې د لومړي وزیر محمد شیاع السوداني په مشرۍ دی، په ۲۰۰۳ کال کې د بعث ګوند له نسکورېدو راهیسې ایران ته یو له نږدې حکومتونو څخه دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
کشت-جایگزین-خشخاش
طالبانو د خشخاش د کرنې د بدیل پنځه کلن پلان تصویب اعلان کړ
د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت اعلان کړی چې د ۴.۸ میلیاردو افغانیو په بودجې سره یې یو پنځه کلن پلان تصویب کړی دی، چې موخه یې د بزګرانو لپاره د بدیل عاید رامنځته کول او د خشخاش د کرنې کمول دي.
Nasir-Ahmad-Faiq
فایق د افغانستان په شمال کې د زلزله ځپلو لپاره د عاجلو مرستو غوښتنه وکړه
نصیر احمد فایق د افغانستان په شمال کې د زلزلې د قربانیانو سره همدردي څرګنده کړه او د ملګرو ملتونو، ګاونډیو هېوادونو او د مرستو رسوونکو بنسټونو څخه یې د عاجلو مرستو غوښتنه وکړه.
وزارتامورخارجههندکشورهندپرچمهندوزارتخارجههند
هند د افغانستان په شمال کې د زلزلې د زیان‌منو کسانو لپاره بشري مرستې لېږي
هند اعلان کړی چې په بلخ او سمنګان کې د زلزلې د زیان‌منو کسانو لپاره ۱۵ ټنه خوراکي او درملیزې مرستې لېږي.
IMG_6414-750x500-1
ایران د افغانستان په شمال کې د زلزله ځپلو کسانو سره همدردي وکړه
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، د افغانستان په شمال کې د زلزلې د زیان‌منو کسانو سره همدردي څرګنده کړه او اعلان یې وکړ چې ایران د ژغورنې او بیړنیو مرستو په جریان کې د هر ډول مرسته کولو لپاره چمتو دی.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
پاکستاني چارواکي د طالبانو سره د خبرو د بیا پيل لپاره د تيارۍ خبر ورکوي
که څه هم د دواړو لورو وروستیو لفظي نښتو او ګواښونو د پوځي تاوتریخوالي د زیاتېدو اندېښنې زیاتې کړې دي، خو پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې اسلام‌آباد د طالبانو سره د خبرو د دوام لپاره په ترکیه کې چمتووالی لري.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو تړل کېدل
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان سره د وروستیو سرحدي شخړو له امله، د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې تجارتي او ترانزیټي لارې به تر راتلونکې خبرتیا پورې تړلې پاتې سي.
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.