د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران ولسمشر د حماس او اسراییلو ترمنځ د جګړې د پیل او پراخیدو په غبرګون کې د حماس لخوا برید د فلسطین د خلک مشروع دفاع وبلله او اسراییل او ملاتړي یې د سیمې د هیوادونو د امنیت د ګواښلو مسوول وبلل. سید ابراهیم رئیسي د یکشنبې په ورځ د اکټوبر په اتمه یوه بیانیه خپره کړه او زیاته یې کړه چې اسرائیل او ملاتړي یې باید د سیمې د امنیت د ګډوډولو په خاطر حساب شي. هغه څرګنده کړه: مسلمان حکومتونه باید له اسلامی امت سره په صادقانه توګه د فلسطین د ملت په ملاتړ کښې ګډون وکړی. رئیسي دا هم وویل چې معادله بدله شوې او د جګړې غوښتل د اسرایلو لپاره زیانمنه ده.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6324
۱ کال پیش
شماره خبر 6324
منتشر شده در ۱۲:۴۳ - میزان ۱۷, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email