د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د کډوالو د مسلې اهمیت او د هغوی د تنظیم کولو اړتیا ته په اشارې سره وویل چې دا مسله باید په خورا احتیاط او درناوي سره تعقیب شي ترڅو د کډوالو ترمنځ منفي ذهنیت رامینځته نشي.
پزشکیان وویل: “ما د کورنیو چارو وزیر ته ټینګار کړی چې په دې مسله کې باید پاملرنه وشي ترڅو خدای مه کړه، د افغان وروڼو او خویندو ترمنځ منفي ذهنیت رامینځته نشي.”
هغه زیاته کړه: “افغانستان زموږ ګران ګاونډی دی او د افغانستان خلک زموږ د وینې وروڼه او خویندې دي، چې ورته کلتور او عقیده لري.”