د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ د وروستۍ زلزلې له پېښې وروسته، خپله لومړۍ مرستیزه جوپه چې درمل او خیمې پکې شاملې دي، سیمهییزو چارواکو ته سپارلې ده. حمیدرضا احمدي، په مزارشریف کې د ایران سرقونسل، د سمنګان ولایت په سفر کې د افغانستان له خلکو سره د خواخوږۍ د څرګندولو تر څنګ ټینګار وکړ چې دا همکاری او د لا زیاتو مرستو استول به د اړتیا په صورت کې دوام وکړي.
تر دې مخکې، سید عباس عراقچي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر، په ټولنیزه شبکه «ایکس» کې په یوه پیغام کې لیکلي وو: «د افغانستان په شمال کې د ویجاړوونکې زلزلې بیا تکرار، چې د ګڼ شمېر وګړو د مړینې او پراخو زیانونو لامل سو، د ژور خپګان او خواشیني سبب سو.»
هغه په خپل پیغام کې زیاته کړې ده: «د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان له دولت، ملت او د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي، د ټپیانو د ژر روغېدو هیله کوي، او د بشري او بیړنیو مرستو د سمدستي لېږلو لپاره چمتووالی لري.» د ایران دا اقدام د افغانستان د شمال د زلزلهځپلو سره د بشري مرستو په چوکاټ کې، د دې طبیعي پېښې د زیانمنو سویو د ملاتړ په لور یو مهم ګام بلل کېږي.



