د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، علیرضا بیګدلي، په کابل کې د ایران اسلامی جمهوریت سفیر، په کابل د ابوحنيفه څلورم ملي او نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې ایران بشپړ چمتووالی لري چې له افغانستان سره د ترانزیت او ټرانسپورټ په برخه کې پراخې همکارۍ ترسره کړي.
هغه وویل: «د ایران پیاوړتیاوې لکه بندر عباس، بندر چابهار او د رېل پټلۍ، د دې لپاره تیارې دي چې د افغانستان خلکو ته خدمت وکړي او د دې هېواد سوداګرۍ ته وده ورکړي.» د ایران سفیر زیاته کړه چې تهران به د افغانستان په اقتصادي ثبات او پرمختګ کې خپل رول ته دوام ورکړي او د اقتصادي اهدافو د تحقق لپاره به د افغانستان له خلکو او حکومت سره تر هر وخت نږدې ولاړ وي. علیرضا بیګدلي همداراز د افغانستان د صادراتو ظرفیتونه لکه وچي مېوې، کرنیز محصولات او معدني مواد د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره مهم فرصت وباله.



