د ایران د کورنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال: د کډوالۍ ملی سازمان جوړېدل وروستیو پړاوونو ته رسېدلي

د ایران د کورنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال علي زیني‌وند ویلي دي چې د کډوالۍ ملی سازمان د جوړېدو طرحه د قانوني مراحلو وروستۍ مرحلې ته رسېدلې ده.
د ایران د کورنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال: د کډوالۍ ملی سازمان جوړېدل وروستیو پړاوونو ته رسېدلي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، علی زیني‌وند، د ایران د کورنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال دا څرګندونې د بهرنیو اتباعو د تنظیم او سمبالولو په اړه په یوه خبري غونډه کې وکړې او ویې ویل چې د کډوالۍ د ملي سازمان د جوړېدو لایحه اوس د تصویب وروستي پړاو ته رسېدلې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د ناقانونه مېشتو بهرنیانو د تنظیم په بهیر کې، د غیرقانوني مهاجرینو یوه لویه برخه له ایران څخه وتلې ده. د ده په وینا، شاوخوا اویا سلنه دغه کسان په خپله خوښه له هېواده وتلي، او نږدې دیرش سلنه نور د قانوني پروتوکولونو او د درناوي د اصولو په پام کې نیولو سره ایستل سوي دي.

زیني‌وند وویل، ډېری له دې مهاجرینو د کار په بازار کې فعال وو، او د هغوی له وتلو وروسته د بدیلو کارګرانو اړتیا رامنځته سوې چې د دې ستونزې د حل لپاره ځانګړی میکانیزم هم جوړ سوی دی. د ایران د کورنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په پای کې وویل، د کډوالۍ ملي سازمان د جوړېدو طرحه د قانوني مراحلو وروستي پړاو ته رسېدلې، او ددې سازمان وروستی هدف د ناقانونه مېشتو بهرنیانو له هېواده بشپړ ایستل دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه