د ایران د کلتور وزیر: د افغانستان د کلتوري، ادبي او تاریخي اثارو ساتنه زموږ د ګډ کلتور برخه ده

د ایران د کلتور وزیر: د افغانستان د کلتوري، ادبي او تاریخي اثارو ساتنه زموږ د ګډ کلتور برخه ده

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتور او لارښود وزیر محمد مهدی اسماعیلی د جنورۍ په دیارلسمه نېټه په تهران کښې په یوه خبری کانفرنس کښې وویل: ایران د افغانستان د کلتوري، ادبي او تاریخي اثارو د ساتنې په برخه کې ډیر حساس دی او دا د خپل ګډ کلتور برخه ګڼي. د ایران د کلتور او لارښود وزیر زیاته کړه چې ایران له افغانستان سره د کلتوري او رسنیزو اړیکو د فضا د عادي کولو هڅه کوي. هغه زياته کړه، چې له افغانستان سره د رسنيو همکاري پيل شوې او په دې وروستيو کې د ايران د اطلاعاتو او کلتور وزارت يوه ډله افغانستان ته لېږلې او بله ډله هم دغه هېواد ته د تګ په حال کې ده.

بیشتر بخوانید:  ملګري ملتونه: د ژمي په را رسېدو سره په هرات کې ډېری زلزله ځپلي سرپناه او اوبو ته لاسرسی نه لري
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x