د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ایران اسلامي جمهوریت قونسلګرۍ په هرات کې د هغو اسنادو بشپړ لېست خپور کړی چې د ایران ویزې د ترلاسه کولو لپاره اړین دي. د دې اعلامیې له مخې، غوښتونکي باید خپل هویتي اسناد، د کوربه پته او د تماس شمېره په ایران کې، او همدارنګه د هغه د استوګنې اسنادو کاپي وړاندې کړي.
په هرات کې د ایران قونسلګرۍ د اعلامیې پر بنسټ، غوښتونکي باید نوي انځور، اصلی پاسپورټ، په افغانستان او ایران کې پته او د تماس شمېرې، د کوربه د استوګنې اسنادو کاپي، او که د کورنۍ له غړو سره سفر کوي، د راجسترسویو اسنادو او نکاحنامې اصلي او تایید سوې نسخې وړاندې کړي.
اړوند لګښتونه: ۲۰ یورو د ثبت لپاره، ۱۵۰ یورو د یو ځلې داخلیدو ویزې لپاره، او ۱۰ یورو د بیمې لپاره، چې یوازې په یورو یا افغانیو کې تادیه کېدای سي. د ایران اسلامي جمهوریت قونسلګرۍ په هرات کې ټینګار کړی چې د فورم ترلاسه کول د ویزې د حتمي صادرېدو مانا نه لري، او ټول غوښتنلیکونه باید د اړوند مرکز لهخوا تایید سي