د معمار پرس د خبر له مخې، له افغانستان سره د ایران د ګاونډیو ولایتونو د واليانو د همغږۍ لومړۍ غونډه پرون (سه شنبه د ثور ۱۸مه) د افغانستان په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي په حضور کې د خراسان رضوي په ولایت کې جوړه شوه. کاظمي قمي د دغې ګډې غونډې په څنډه کې وويل: د هغو فعاليتونو په لاره اچولو سره چې له افغانستان سره د ګډو پولو د اسانولو په برخه کې ترسره کيږي د دواړو هېوادونو د سوداګريزو اړيکو د پراختيا سبب کيږي. د هغه په وینا، “په سرحدونو کې د ورته کړنلارې پلي کول یو مثبت عمل دی او ټول هغه کسان چی په پوله کې دي په یوه چوکاټ کې همغږي کوي.”
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8522
۷ میاشتی پیش
شماره خبر 8522
منتشر شده در ۱۱:۰۵ - ثور ۱۹, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email