إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ایت الله سید ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیرعبداللهیان او د هغوی د ملګري پلاوي د سپرلۍ د چورلکې د غورځېدو پېښه چې د هغوی شهادت د اسلامي ایران ټولو مسلمانانو، آزادو او دوستانو ته د افسوس او غم سبب شو. عدالت ته لیوالتیا، صادقانه خدمت او د نړۍ له مسلمانانو او مظلومانو سره مرسته د ښاغلي رئیسي له غوره ځانګړتیاوو څخه وو چې د ایران او نړۍ د خلکو محبوبیت یې ورته پیدا کړ. اوس د ایران د ولسمشر او د هغه د ملګرو په شهادت سره د ایران د ولس، د مقاومت د محور او د نړۍ د آزادو خلکو په زړونو کښې یوه ستره غمیزه ځای شوې ده چی موږ د ایران له خلکو سره یو ځای په دې زیان ځان غمجن ګڼو ځکه چې د ایران او افغانستان د خلکو ترمنځ نه ماتیدونکې اړیکې شته چې د یو بل په خوښیو او غمونو کې شریک دي. د اسلام او ایران د قدرمن، عامه شخصیت او خدمتګار حضرت آیت الله رئیسی او ورسره ملګری پلاوی د شهادت له امله د اسلامی ایران د دوست او ورور ولس او رهبر ته خپل خواخوږي وړاندې کوو او د لوی خدای (ج) له درباره د دغې پېښې شهیدانو ته مغفرت او د جنت الفردوس غوښتنه کوو. څرګنده ده چې د ایران ملت به د نورو ازموینو په شان له دې پړاو هم تېر شي او پرمختګ ته به دوام ورکړي.

- 90
- کې خپور شو 11:15 ب.ظ
- د خبر شمیره 8711
- May 20, 2024
- کې خپور شو 11:15 ب.ظ
- د خبر شمیره 8711
- May 20, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

پر افغانستان د شوروي یرغل؛ «ویاړلی ماموریت» که د ورانۍ پیل؟
18 ساعتونه پیش


پاکستان: طالبان باید د سولې یا انزوا لار وټاکي!
19 ساعتونه پیش

د پاکستان د ولسمشر ویاند طالبان «بېمغزه» وبلل
20 ساعتونه پیش
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments