د ایران د مهاجرت ملي اداره: ناقانونه کار کوونکي ماشومان بیرته خپل هیواد ته استول کیږي

د ایران د مهاجرت ملي اداره: ناقانونه کار کوونکي ماشومان بیرته خپل هیواد ته استول کیږي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ عبدالله مبیني، د ایران د مهاجرت ملي ادارې مشر د مهاجرینو په برخه کې د ماشومانو کار کول د دولت او دې ادارې یو له مهمو مسئلو څخه وبلل او ویې ویل: د اوږدمهاله پلان په اساس، موږ پریکړه کړې چې ټول ماشومان کارګران د تهران ښاروالۍ په همکارۍ راټول کړو او خپلو هیوادونو ته راستانه کړو. د مهاجرت د ملي ادارې مشر د ماشومانو څخه کار اخیستل غیر قانوني عمل او جرم وباله او څرګنده یې کړه: د دغو ماشومانو راټولول د ملي ادارې لومړیتوب دی او هغه کسان چې دغه ماشومان په اجباري کار ګماري، خامخا به محاکمه شي. مبيني د مهاجرت د ملي ادارې د نورو پروګرامونو تر څنګ د ماشومانو د کار د مافيايي ډلو د تعقيب، څارنې او کشف يادونه وکړه او زياته يې کړه: د مهاجرینو د کارګر ماشومانو د مسلې ترڅنګ، موږ اراده لرو چی غیر قانوني کارګر ماشومان تعلیم او زده کړې ته راستانه کړو او حکومت په دې پریکړه کې هوډ لري.

بیشتر بخوانید:  په همغږي، سولې او پرمختګ کې د سپورت رول
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x