د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ تګلارې کمیسیون د دغه هیواد د استخباراتو د وزیر او د پارلمان د ۳۷ غړو په شتون سره د مهاجرینو د ستونزو د څیړلو په موخه ځانګړې غونډه وکړه. دا خبره د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمیسیون ویاند ابراهیم رضايي کړې ده چي دا غونډه په سایبر اسپیس کې د مهاجرینو او بهرنیانو په وړاندې د توکمپالنې او کرکې لرونکي محتوا د څیړنې لپاره جوړه شوه. په دې ناسته کې، استازو د حکومت د کړنو او د دې ستونزې د حل لپاره د پلانونو په اړه پوښتنې راپورته کړې. په ځواب کې د اطلاعاتو وزیر د ترسره شویو اقداماتو راپور وړاندې کړ.

- 48
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=115317
- کې خپور شو 0:30 ق.ظ
- د خبر شمیره 115317
- January 1, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=115317
- کې خپور شو 0:30 ق.ظ
- د خبر شمیره 115317
- January 1, 2025
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



