د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ محمدرضا عارف د ایران د رئیس جمهور لومړي مرستیال، د افغانستان د چارو د همغږۍ په غونډه کې ویلي چې د ایران او افغانستان د همکاریو د پراختیا جامع پروګرام باید د ګډ کمېسیون او د بهرنیو چارو وزارت لهخوا ترتیب او هر څومره ژر نهایی سي.
لومړي مرستیال څرګنده کړې د تهران–کابل اړیکې د څوارلسم حکومت په دوره کې د ګاونډیتوب د تګلارې او د «شریکوالي» پر اصل پیاوړې سوې دي. او زیاته یې کړه چې د دواړو لورو ترمنځ تبادله سوي پیغامونه ښيي چې د افغانستان حاکمیت هم د همکاریو د پیاوړتیا لپاره جدي اراده لري.
عارف د ایران او افغانستان ترمنځ د فرهنګي، تاریخي، اقتصادي او ژبنیو ګډو ځانګړنو یادونه وکړه او وویل چې ایران په تېرو لسیزو کې د میلیونونو افغان مهاجرینو کوربه پاتې سوی او اوس د بېلابېلو برخو د همکاریو د لوړولو لپاره مناسب شرایط موجود دي.
هغه ددې هیواد په وزارت داخله ټینګار وکړ چې د افغان مهاجرینو په ځانګړي توګه افغان پانګهوالو په اړه یو جامع طرحه جوړه کړي او وویل چې د افغان پانګهوالو حضور کولای سي د ایران د اقتصادي اړتیاوو یوه برخه پوره کړي.
لومړي مرستیال همداراز د حقابې د موضوع پر تعقیب او د علمي، ښوونیزو او فرهنګي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او له اړوندو ادارو یې وغوښتل چې د دواړو هېوادونو د همکاریو د جامع پروګرام د نهايي کولو لپاره مشخصې وړاندیزي طرحې د راتلونکې یوې میاشتې په ترڅ کې وړاندې کړي.



