د ایران د صنعت او سوداګرۍ وزیر به ډېر ژر افغانستان ته سفر وکړي

وزیر صنعت و تجارت ایران به‌زودی به افغانستان سفر می‌کند

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په کابل کې د ایران سفارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک به ډېر ژر افغانستان ته سفر وکړي.

دا خبر په کابل کې د ایران سفیر علی رضا بیکدلي په تهران کې د اتابک سره له لیدنې وروسته اعلان کړ.

د ایران سفارت د اتابک له قوله هم ویلي چې هغه له افغانستان سره د همکارۍ د پراخولو پر اهمیت ټینګار کړی او زیاته یې کړې چې ډېر ژر به د ایران له یوه پلاوي سره دغه هېواد ته سفر وکړي.

ایراني چارواکي هڅه کوي چې په افغانستان کې له طالبانو سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

بیشتر بخوانید:  حقاني: د پاکستان وروستۍ پېښې داخلي ستونزه ده او دوی یې باید پخپله حل کړي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه