د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ غلامحسین مظفري، د خراسان رضوي والي ویلي چې د ایران کلنۍ صادرات د دوغارون له لارې نږدې ۳.۲ میلیارده ډالر ارزښت لري او دا پولې د دواړو هېوادونو په سوداګرۍ کې کلیدي رول لري.
هغه زیاته کړه چې د دوغارون د آزادې سوداګرۍ او صنعتي سیمې اداري جوړښت تازه فعال سوی او وړاندیز سوی چې دغه سیمه د ایران او افغانستان ګډه ازاده سیمه وګرځي، څو جغرافیایي محدودیتونه کم سي او سوداګر او تاجرین دواړه هېوادونه په اسانۍ سره سفر او سوداګري وکړي. دا وړاندیز اوس مهال د کابل په کچه د افغانستان د وزارتونو له خوا ارزول کېږي.
د خراسان رضوی والي همداراز وویل چې سره له دې چې د ایران صادرات افغانستان ته زیات دي، د افغانستان واردات لږ دي، او د پرلهپسې پانګونې په مرسته د افغانستان د خامو موادو واردات او د دواړو هېوادونو سوداګریز توازن ښه کېدای سي.
هغه همداشان څرګنده کړه چې په خواف کې د ځانګړې اقتصادي او معدني سیمې د جوړېدو چارې روانې دي او یوه خصوصي کمپنۍ د ایران او افغانستان د کانونو ترمنځ د سړک د جوړولو لپاره چمتووالی ښودلی دی. د هغه په وینا، په دې سیمه کې به د کانونو اړوند صنایعو لکه کانسنتره او ګنډلې جوړونې فابریکې هم جوړیږي.




