د ایران د سفارت د مشر او طالبانو د کورنیو چارو وزیر ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې

د ایران د سفارت د مشر او طالبانو د کورنیو چارو وزیر ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت سرپرست عليرضا بيګدلي د طالبانو د کورنيو چارو وزارت له سرپرست سراج الدين حقاني سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا خبرې وکړې. په دې کتنه کې چې نن دوشنبه د جدي په ١٧مه ترسره شوه، د دواړو هېوادونو د وزارتونو ترمنځ په لا زياتو همکاريو ټينګار وشو. په کابل کې د ايران سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه خبر ورکړ چي دا غونډه د ډیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا د هڅو د یوې برخې په توګه شوې ده. د ایران د سفارت په وینا، دواړو لورو د تاریخي اړیکو اهمیت او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر اړتیا ټینګار وکړ.

بیشتر بخوانید:  امرالله صالح: د امریکا د مالي مرستو ځنډول به د طالبانو رژیم له سختې بودیجې کسر سره مخ کړي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه