د معمار پرس د خبر له مخې؛ په هرمزګان ولایت کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر لارښود استازي، حجت الاسلام محمد عبادي زاده، د شنبې په ورځ (د ۱۴۰۴ کال د حمل ۳۰مه) په یوه وینا کې وویل چې د احتیاط او پلان شوي مدیریت سره، ایران کولای شي د قانوني کډوالو له وړتیا څخه ګټه پورته کړي ترڅو اقتصادي وده او پرمختګ ترلاسه کړي.
هغه د پرمختللو هېوادونو تجربې ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې دغو هېوادونو د کډوالو له ځواک څخه په ګټې اخیستنې سره په خپلو اقتصادونو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
عبادي زاده، د هغو کډوالو ملاتړ کوي چې له ډیرو کلونو راهیسې په ایران کې په قانوني توګه ژوند کوي، او د دې اشخاصو لپاره یې په اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون لپاره د فرصتونو د رامینځته کولو غوښتنه وکړه.
هغه وویل: “هغه قانوني کډوال چې زموږ په هیواد کې د قوانینو سره سم ژوند کوي یوه ارزښتناکه شتمني ده، او د دوی وړتیاوې او مهارتونه باید د مناسبې پالیسۍ جوړونې له لارې د پرمختګ په لاره کې وکارول شي.”