د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران اسلامی جمهوریت سفارت ویلي چې مهدی پیرصالحی د ایران د روغتیا وزارت مرستیال او د خوړو او درملو ادارې مشر کابل ته د دې لپاره راغلی ترڅو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره د روغتیا او درملو په برخه کې د همکارۍ د پراختیا او پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي.
د ایران د سفارت په وینا؛ ددې سفر موخه د روغتیا، درملو، تخصصي روزنې او په افغانستان کې د ایران د فعالو درمل جوړونکو شرکتونو ملاتړ په برخو کې ګډ فرصتونه وارزوي. پیرصالحی همدارنګه پلان لري چې د کابل د ۱۴۰۴ کال د روغتیا نندارتون څخه لیدنه وکړي؛ هغه نندارتون چې د طبي او درمل جوړونې ظرفیتونو د معرفي کولو لپاره جوړ سوی او یو شمېر ایرانی شرکتونه پکې برخه لري. د افغانستان د درمل جوړونې او روغتیا نندارتون د ایران د ۴۰ درمل جوړونکو شرکتونو په ګډون پرانیستل سوی دی. په دې نندارتون کې ایرانی شرکتونه نه یوازې خپل محصولات نندارې ته وړاندې کوي، بلکې هڅه کوي په افغانستان کې د درمل جوړونې بازار کې فعال او دوامدار حضور ولري.


