د ایران د تایباد په پوله کې د ۷۰۰ افغان کډوالو د یخنۍ له خطره د ژغورنې خبر ورکړ

د ایران د خراسان رضوي ولایت د پوله‌ایزو ځواکونو قوماندان د تایباد په پوله کې د ۷۰۰ افغانانو د ژوند د ژغورنې خبر ورکړ، چې د سختې واورې، باران او یخنۍ له امله په پوله‌ایزه سيمه کې بند پاتې سوي وو.
د ایران د تایباد په پوله کې د ۷۰۰ افغان کډوالو د یخنۍ له خطره د ژغورنې خبر ورکړ

معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ جنرال مجید شجاع، د خراسان رضوي ولایت د پوله‌ایزو ځواکونو قوماندان څرګنده کړې چې د تایباد د پوله‌ايزې قرارګاه ځواکونو د ایران او افغانستان په ګډه پوله‌ایزه سیمه کې د سختو هوايي شرایطو په نظر کې نیولو، د نوې وسایلو په کارولو او منسجمو عملیاتو سره وتوانېدل چې د ۷۰۰ افغانانو ژوند وژغوري، کوم کسانو چې په غیرقانوني توګه غوښتل ایران ته داخل سي او د سختي یخنۍ او مرګ له خطر سره مخ وو.

د خراسان رضوي د پوله‌ایزو ځواکونو قومندان د ایران د پوله‌ایزو ځواکونو د معلوماتو د ښه پوهاوي یادونه وکړه او ویې ویل، چې ایراني پوله ساتونکي د پولې د ساتنې ترڅنګ، د ټولو امکاناتو په کارولو، په ځانګړې توګه د درملنې ظرفیتونو څخه د مرستې رسولو لپاره کار اخیستی او د وګړو د مرګ ژوبلې مخه یې نیولې ده.

په عين حال کې ،هغه د ګاونډیو هېوادونو اتباعو ته سپارښتنه وکړه چې یوازې د رسمي او قانوني لارو څخه ایران ته داخل سي، او خبرداری یي ورکړ چې که دا نه وي،د سرغړونکو سره به قانوني چلند وسي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x