د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، سید عباس عراقچي، د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، او محمد اسحاق دار، د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، د یکشنبې په ورځ د یوې تلیفوني اړیکې په ترڅ کې د دوه اړخیزو اړیکو، سیمهییزو بدلونونو او نړیوالو مسایلو په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړي دي.
عراقچي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې اړتیا ده دواړه هېوادونه د سیمې د اغېزمنو هېوادونو په همکارۍ د خبرو له لارې خپلې ستونزې حل کړي او تاوتریخوالی راکم کړي. هغه زیاته کړه چې تهران چمتو دی د کابل او اسلامآباد ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره رغنده رول ولوبوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم د افغانستان او پاکستان د اړیکو او د وروستیو مذاکراتو د پایلو په اړه معلومات ورکړي او ټینګار یې کړی چې د سیمې د سولې او ثبات ساتل خورا مهم دي. په پای کې دواړو لورو موافقه وکړه چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ، د سیمهییزو او نړیوالو موضوعاتو په اړه سیاسي سلا مشورو ته هم دوام ورکړي.




