د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ سید عباس عراقچي، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو او روسیې د ځانګړو استازو په غونډه کې ټینګار کړی چې ایران د افغانستان پر سیمهییز ادغام او د سیمهمحورو حللارو پر کارولو تمرکز لري.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ناټو د پوځي حضور تجربې ته په اشارې سره ویلي چې له سیمې بهر مداخلې او نسخې د افغانستان او سیمې د تلپاتې ثبات او پرمختګ لامل نه ګرځي، او د بحرانونو د مدیریت او سیمهییزو همکاریو په برخه کې د ګاونډیو هېوادونو رول حیاتي دی.
ښاغلي عراقچي همدارنګه د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د یو دوامدار همکاريز چوکاټ د رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار کړی؛ داسې چوکاټ چې د خبرو اترو، متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ ولاړ وي او د سیمهییزو ستونزو د حل لپاره د اغېزمن تعامل زمینه برابره کړي.



