د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د “شانګهای سیمه ییز امنیت فورم” او د بندیزونو، ترهګرۍ او رسنیو د جګړې سره د مبارزې لپاره د میکانیزمونو د جوړولو وړاندیز وکړ ترڅو غړي هیوادونه د ګډو ګواښونو په وړاندې په همغږۍ سره عمل وکړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د چین په تیانجین کې د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د سیمه ییزې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره وړاندیزونه وړاندې کړل.
هغه د سازمان د غړو هیوادونو د ګډو ننګونو سره د مبارزې لپاره د نویو میکانیزمونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
Post Views: ۱۴۳