د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره په کتنه کې وویل: دصهیونیسټ رژیم هر تیری ته به زمونږ ځواب روښانه او پیاوړی وی او دا هغه موضوع ده چی موږ یې ډیر څه ثابت کړي او دوی کولای شي موږ و ازمویي. د ایران خارجه وزیر ټینګار وکړ دمشق او بیروت ته زما د سفر پیغام دا دی چې ایران به په هرډول شرایطو کښې د مقاومت له غورځنګ سره پاتې شی. د سوریې ولسمشر بشارالاسد هم په دې غونډه کې وویل: د صهیونیسټي رژیم تیریو ته د ایران ځواب یو سخت ځواب وو او دغه رژیم ته یې دا درس ورکړ چې د مقاومت محور د دښمن د ځپلو توان لري.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10948
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 10948
منتشر شده در ۱۷:۲۰ - میزان ۱۵, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email