د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د لویدیځې اسیا په هیوادونو باندې د امریکې له تیریو وروسته اعلان وکړ چې د عراق، سوریې، یمن او فلسطین امنیت د ټولې سیمې امنیت دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپل ایکس اکاونټ کې ولیکل: موږ پر یمن د امریکا او انګلستان پوځي حملې او په عراق او سوریه باندې د امریکا یرغل په کلکه غندو. امیر عبداللهیان دغه راز خبر ورکړی، چې له خپل بریتانوي سیال ډیویډ کامرون سره په لیدنه کې یې په ډاګه ویلي، چې د جګړې دوام د حل لار نه ده.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7728
۱۰ میاشتی پیش
شماره خبر 7728
منتشر شده در ۱۵:۵۱ - دلو ۱۶, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email