د ایران د بهرنیو چارو وزیر: د ایران د توغندیو صنعت هیڅکله د خبرو اترو وړ نه دی

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د الجزیره ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي دي چې د ایران د غني‌کولو حق د دې هېواد مسلم حق دی او د ایران د توغندیو صنعت هیڅکله د خبرو اترو وړ نه دی، ځکه دا یوه دفاعي موضوع ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر: د ایران د توغندیو صنعت هیڅکله د خبرو اترو وړ نه دی

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ سید عباس عراقچي، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، چې د الجزیره په غونډه کې د ګډون په موخه قطر ته تللی وو ، د الجزیره له شبکې سره په مرکه کې يي  د مسقط په ښار کې د ایران او امریکا د تېرو خبرو اترو په اړه وویل: له واشنګټن سره خبرو اترو ښه پیل درلود ، خو د باور د رامنځته کولو لپاره لا اوږده لاره پاتې ده.

ښاغلي عراقچي ټینګار وکړ چې له واشنګټن سره خبرې اترې غیرمستقیمی دي او یوازې  اټومي موضوع پورې محدودې دي .

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په ټینګار سره وویل چې غني‌کول زموږ مسلم حق دی او باید دوام ولري، نوموړي زیاته  کړه: حتی د بمبارۍ له لارې هم ونه توانېدل زموږ وړتیاوې له منځه یوسي. د صفر سلنې غني‌کول د خبرو اترو له چوکاټ څخه بهر دي  .

عراقچی بیا ټینګار وکړ چې د ایران د توغندیو صنعت هیڅکله د خبرو اترو وړ نه دی، ځکه دا یوه دفاعي موضوع ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x