د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کابل ته سفر وکړ

د ایران اسلامي جمهوریت سفارت په کابل کې اعلان کړی چې کاظم غریب‌آبادي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کابل ته راغلی، څو د سرحدي، اوبو او قضایي همکاریو په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کابل ته سفر وکړ

د ایران اسلامي جمهوریت سفارت د یک‌شنبې په ورځ (د لړم ۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې کاظم غریب‌آبادي، د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال، کابل ته رسېدلی دی.

د سفارت په وینا، دا سفر د «ګاونډیتوب د سیاست» په چوکاټ کې ترسره سوی او موخه یې د افغانستان له چارواکو (د طالبانو له حکومت) سره د سرحدي، اوبو او قضایي همکاریو په اړه خبرې دي.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې له دې وړاندې، د ایران د سفارت سرپرست په کابل کې ویلي وو چې ایران غواړي له طالبانو سره د هلمند د سیند د اوبو د حق آبې تړون بیا لاسلیک کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه