د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان د هلمند له سیند څخه د ایران د اوبو د حق په اړه په خپله وروستۍ وینا کې ویلي دي چې د اوبو د دغه حق پلي کول اختیاري نه دي، بلکې د ۱۳۵۱ کال د نړیوال تړون پر بنسټ یو لازمي دنده ده. د ایرنا د راپور له مخې مهربیان نن (شنبه د دلو ۱۴مه) په یوه خبری غونډه کې وویل: د اوبو حق د ۱۳۵۱ کال د نړیوال تړون له مخې د ایران حق دی او د هغې عملی کول ضروری دی. هغه زیاته کړه: د اوبو د دغه حق تطبیق اختیاري نه دی، بلکې د نړیوال تړون پر بنسټ یو لازمي دنده ده. د ایران د انرژۍ وزیر ویلي، چې د هلمند له سیند څخه د هېواد د اوبو د حق موضوع تعقیبول لا هم د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دي
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7706
۱۰ میاشتی پیش
شماره خبر 7706
منتشر شده در ۱۴:۰۴ - دلو ۱۵, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email