د ایران د اسلامی جمهوریت معظم رهبر: سږ کال د قدس ورځ د اسرائیلو په خلاف د نړیوال اعتراض ورځ ده

د ایران د اسلامی جمهوریت معظم رهبر: سږ کال د قدس ورځ د اسرائیلو په خلاف د نړیوال اعتراض ورځ ده

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د روژې د مبارکې میاشتې په ۲۳ نیټه (چهارشنبه د حمل په ۱۵مه) د ایران د اسلامی جمهوریت ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه ای د امام خمینی په حسینیه کښې د ایران د رژیم له چارواکو، د پارلمان له غړیو او ټولنیزو او کلتوری فعالانو سره وکتل. د ایران د اسلامي جمهوریت ستر لارښود وویل: په غزه کښې دصهیونیسټ رژیم ناکامی به دوام ولری او دغه رژیم به له زوال او تباهۍ سره مخ شی. هغه همداشان د قدس د ورځې په اړه وویل: د سږ کال د قدس ورځ به د صهیونیسټي رژیم د غاصبانو په وړاندې د نړیوال اعتراض په توګه وي. که په تېرو کلونو کې د قدس ورځ یوازې په اسلامي هېوادونو کې نمانځل کېده، سږ کال به په غیر اسلامي هېوادونو کې هم په شانداره توګه لمانځل کېږي.

بیشتر بخوانید:  افغانستان او پاکستان د ټرانسپورټي ستونزو د حل لپاره د تاد سند لاسلیک کړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x