د ایران د اسلامی جمهوریت ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای نن چهارشنبه د ۱۳۵۶ کال د جدی د میاشتې د ۱۹ نیټې د پاڅون د درناوي په ترڅ کښې د قم له زرګونو خلکو سره په کتنه کښې ټینګار وکړ: د سوریې پیښې او نور سیمه ایز کړکېچونه باید د فلسطین مسله کمه نه کړي. ایت الله خامنه ای په دوام کښې وویل: مونږ په غزې، لبنان، یمن او هر هغه ځای کښې چې د صهیونیسټ رژیم په خلاف ودریږی د مقاومت ملاتړ کوو. د اسلامي انقلاب ستر لارښود د خپلو خبرو په دوام کښې د صهيونېسټ رژيم په وړاندې مقاومت ته اشاره وکړه او وې ويل: په غزه او لبنان کې له وحشیانه جنایاتو سره سره مقاومت له منځه نه دی تللی او نه به ورک شي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=116400
۱۴ ساعتونه پیش
شماره خبر 116400
منتشر شده در 10:16 ق.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email