د ایران حکومت د مهاجرت د ملي ادارې د جوړولو لایحه لغوه کړه

د ایران حکومت د مهاجرت د ملي ادارې د جوړولو لایحه لغوه کړه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په داسې حال کې چې په ایران کې د مهاجرینو د تنظیم مسله په دې ورځو کې یوه له مهمو مسئلو څخه بلل کیږي، ویل کیږي چې ولسي جرګې ته په یوه لیک کې، د ایران حکومت د مهاجرت د ملي ادارې د جوړولو د قانون په ګډون خپل ځینې وړاندیز شوي قانونونه لغوه کړي دي. د ایران د ولسمشر د هغه لیک له مخې چې د ولسي جرګې مشر ته یې استولی دی، د اسلامي شورا د داخلي قوانینو د ۱۳۷ مادې د تطبیق په لړ کې د مهاجرت د ملي ادارې د جوړیدو د قانون په ګډون یو شمیر لایحې رد شوې. همدارنګه د دغه لیک په اساس، د تابعیت په اړوند د ځینو قانونی احکامو د تعدیل د قانون په شمول یو شمیر لایحې چې اعلان شوې نه دی، د ایران د ولسي جرګې د غور په حکم کښې به ځای پر ځای شی.

بیشتر بخوانید:  د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت د متحده عربي اماراتو او متحده ایالاتو د ځمکنیو ځواکونو ګډ تمرینات اعلان کړل
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه