د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقاي د یو پیغام په خپرولو سره اعلان وکړ چې د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو څلورم پړاو پای ته رسیدلی دی.
اسماعیل بقايي په دوام وویل، “د خبرو اترو دا پړاو ستونزمن و خو د یو بل د دریځونو د ښه پوهیدو او د توپیرونو د حل لپاره د منطقي او حقیقي لارو موندلو لپاره ګټور و.”
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دوام کې وویل چې د خبرو اترو د راتلونکي پړاو وخت او ځای به د عمان همغږي کوونکي لخوا اعلان شي.