د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ایران او افغانستان لومړۍ ګډ نندارتون د افغان سوداګرو او پانګهوالو په پراخه ګډون سره په بیرجند ښار کې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او ګډو پانګونو د اسانتیا په موخه پرانیستل سو. دغه اقتصادي نندارتون چې د افغان سوداګرو له تود هرکلي سره مخ سوی، تمه ده د ګډې سوداګرۍ خونې د جوړېدو او د دواړو هېوادونو د اقتصادي او پانګوالو اړیکو د پراختیا زمینه برابره کړي.
مهدی جعفري، د خراسان جنوبي ولایت اقتصادي مرستیال، د نندارتون د پرانیستو خبر ورکړ او وویل: دا نندارتون د دواړو هېوادونو د ګډې سوداګرۍ خونې د جوړېدو او د متقابلو اقتصادي او پانګوالو همکاریو د نوې دورې د پیل مقدمه ده. نوموړي په خپلو څرګندونو کې وویل: خراسان رضوي له کلونو راهیسې د ایران او افغانستان د سوداګریزو نندارتونونو او تبادلو اصلي محور ګڼل کېده، خو دا ځل خراسان جنوبي د لومړۍ ګډ نندارتون په کوربهتوب سره یو مهم ګام اخیستی ترڅو په اقتصادي اړیکو کې خپله ونډه ټینګه کړي. جعفري په دې ټینګار وکړ چې موخه دا ده چې بیرجند د ایران او افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د مرکز په توګه وپېژندل سي.
ده زیاته کړه چې له دې لارې به د دواړو هېوادونو د ګډې سوداګرۍ خونې د جوړېدو زمینه برابره سي او اقتصادي تبادلې به په بېلابېلو برخو کې پراخه سي. د خراسان جنوبي اقتصادي مرستیال د دواړو هېوادونو د متقابلې اړتیا یادونه وکړه او ویې ویل چې د سرحدي فرصتونو او سیمهییزو ظرفیتونو کارول کولی سي د دواړو خواوو اړتیاوې پوره او اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي.
هغه د خراسان جنوبي جغرافیایي موقعیت یو ستر امتیاز وباله او ویې ویل: د ایران له جنوبي بندرونو تر سرحده د توکو د لېږد لنډ واټن لامل سوی چې افغان سوداګر او پانګهوال د دې ولایت په فعالیت کې ډېره علاقه ولري. جعفري زیاته کړه چې افغان سوداګرو د بیرجند په ځانګړې اقتصادي سیمه کې پانګونې کړي دي، چې دا کار د ماهیرود د سرحدي بند د ثبات ضمانت کوي او د افغانستان د سیاستونو د بدلونونو په صورت کې هم ددې لارې دوام یقیني کوي.
نوموړي د دواړو لوریو ترمنځ د ګڼو تفاهملیکونو د لاسلیک خبر هم ورکړ او ویې ویل: له افغان لوري سره بېلابېل تفاهملیکونه چمتو سوي او تمه ده چې د نندارتون په موده کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي فعالانو ترمنځ مهم تړونونه لاسلیک سي. د خراسان جنوبي اقتصادي مرستیال د افغانستان د مختلفو ولایتونو څخه د سوداګرو له ګډون ستاینه وکړه، او څرګنده یې کړه چې د نندارتون له پرانیستې سره هممهاله به د ایران او افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا غونډه هم ترسره سي.
جعفري په پای کې وویل چې د نندارتون بشپړ مدیریت د خصوصي سکتور په لاس کې دی او د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه د لویو او معتبرو شرکتونو ګډون د دې نندارتون د اهمیت څرګندونه کوي. ده زیاته کړه: د ایران او افغانستان ګډ نندارتون په بیرجند کې کولی سي د دواړو هېوادونو د اقتصاد د تلپاتې مرکز په توګه خپل ځای ومومي.