د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، فضلمحمد حقاني، په تهران کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو استازی، د بیژن رنجبر، د ایران د اسلامی آزاد پوهنتون رئیس سره وکتل او د دواړو هیوادونو ترمنځ د علمي او تعلیمي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې. د ایران د اسلامی آزاد پوهنتون رئیس د افغانستان او ایران د ګډ کلتوري او تاریخي شالید په یادولو سره، د کابل اسلامی آزاد پوهنتون فعالیت د پام وړ وبللو او ویلي یې دي چې «ډېر مهم افغان شخصیتونه له دې پوهنتون څخه فارغالتحصیل سوي او دا بهیر باید لا پسې پیاوړی سي.»
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د افغان زدهکوونکو لپاره د زیاتو تعلیمي فرصتونو رامنځته کولو، د څېړنیزو همکاریو پراختیا، او د ایران او افغانستان ترمنځ د ګډو پوهنتونیزو فعالیتونو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ. د ایران د اسلامی آزاد پوهنتون چارواکو په وینا، د افغانستان سره علمي همکارۍ کولی سي د دواړو هیوادونو ترمنځ د تعلیمي ودې او علمي تبادلې زمینه نوره هم پراخه کړي.




