د ایران او افغانستان ترمنځ د چابهار بندر د فعالولو او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا هوکړه

د ایران او افغانستان ترمنځ د چابهار بندر د فعالولو او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا هوکړه

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت یوه اعلامیه خپره کړې ده چی د صنایعو او سوداګرۍ د وزارت د معین نورالدین عزیزي په بلنه په افغانستان کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ایران د سفیر حسن کاظمي قمي او د سیستان او بلوچستان د والي په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په هدف یوه هوکړه ترسره شو. د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو ایران ته د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر د وروستي سفر په ترڅ کې د شوې هوکړې د عملي کېدو په اړه خبرې وکړې. د دغو خبرو اترو اصلي تمرکز د چابهار بندر او د هغې د ازادې حوزې په اړه د تړونونو پر عملي کېدو وو. دواړو لورو د چابهار بندر د لا رقابتي کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او پریکړه یې وکړه چې د دې تړونونو د تطبیق جزئیاتو د نهايي کولو لپاره یوه تخنیکي کمیټه جوړه کړي.

بیشتر بخوانید:  جرمني اعلان وکړ چې په تېر یوه کال کې یې د منلو د پروګرام له لارې هیڅ افغان تبعه نه دی منلی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x