د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ نداء محمد ندیم، د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر، د خپل رسمي سفر پر مهال ایران ته، له حسین سیمایيصراف، د ج ا ایران د علومو، څېړنو او ټکنالوژۍ له وزیر سره لیدلي دي. په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د علمي همکاریو د پراختیا او د افغانستان او ایران ترمنځ د پوهنتونونو د تعاملاتو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر څرګنده کړه چې افغانستان غواړي د ماسټرۍ او دوکتورا برنامې پراخې کړي، د استادانو تبادله وسي، او همدارنګه د دیني تعلیم او معارف په برخه کې د پوهنتونونو ظرفیت لوړ سي.
په مقابل کې، د ج ا ایران د علومو، څېړنو او ټکنالوژۍ وزیر د دواړو هېوادونو د فرهنګي، ژبني او ديني ګډو اړیکو یادونه وکړه او د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سره د پراخو همکاریو لپاره د تهران بشپړ چمتووالی اعلان کړ. سیمایيصراف زیاته کړه چې ایران حاضر دی د استاد او محصل د تبادلې، ګډو ښوونیزو پروژو د پلي کولو او علمي ظرفیت جوړونې په برخو کې پراخې همکارۍ ترسره کړي.



