د ایران اسلامي جمهوریت سفارت: د افغانستان د شمال د زلزله‌ځپلو لپاره د بیړنیو مرستو او ژغورنې عملیات پیلېږي

د ایران اسلامي جمهوریت سفارت په کابل کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان د شمال وروستي زلزله‌ځپلو، په ځانګړي ډول د سمنگان او بغلان ولایتونو له خلکو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې او ویلي یې دي چې اړینې بیړنۍ مرستې به د اغېزمنو سویو خلکو لپاره برابري سي.
لنډ لینک: https://memar.press/?p=158363
۸ ساعتونه مخکی
د خبر شمیره 158363
کې خپور شو 8 ساعتونه پیش

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د ایران سفارت په کابل کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د افغانستان په شمال کې له زلزلې وروسته یې له زیانمنو کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده. په اعلامیه کې ویل سوي: «د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان له سیمه‌ییزو چارواکو سره په همغږۍ کې د زلزله‌ځپلو خلکو عاجلې اړتیاوې ارزوي او ډېر ژر به د ژغورنې او مرستو بیړني اقدامات پیل کړي.»

سفارت زیاتوي: «ایران به د سختو حالاتو په دې شېبو کې د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ وي، او له لازمې ارزونې وروسته به بشري او مرستندویه توکي د اغېزمنو سیمو لور ته واستوي.»

په اعلامیه کې ټینګار سوی چې د دواړو هېوادونو د انساني اړیکو او ګاونډیتوب روحیه دا ایجابوي چې د سختیو په وخت کې د افغانستان له ولس سره مرسته وسي او له هېڅ ډول هڅې ډډه ونه سي. دا خواخوږي او د مرستې ژمنه په داسې وخت کې کېږي چې د تېر ماښام زلزلې د هېواد په شمال کې پراخ زیانونه اړولي، ګڼ وګړي یې مړه کړي او سلګونه کورونه یې په بشپړ یا جزوي ډول ویجاړ کړي دي. د سیمې اوسېدونکي اوس هم په سختو شرایطو کې ژوند کوي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
بهرامی-
د ایران اسلامي جمهوریت د طالبانو او پاکستان د اوربند هرکلی وکړ
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي آسیا عمومي رئیس، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند له تړون څخه هرکلی کړی او دا یې یو «ګټور، رغوونکی او د پام وړ اقدام» بللی دی.
توافق-آتش-بس-
طالبانو او پاکستان د اوربند تړون لاسلیک کړ
د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سمدستي اوربند تړون د قطر او ترکیې په منځګړیتوب په دوحه کې لاسلیک سو. دغه اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولو کړکېچ ته د پای ټکی ږدي.
namayade-eruop-in-afg
د اروپایي اتحادیې استازی په کابل کې؛ اروپا له طالبانو څه غواړي؟
ژیل برتران، نن د خپل لومړي سفر په ترڅ کې کابل ته ورسېد او د طالبانو له چارواکو سره یې د نشه يي توکو پر ضد مبارزې، عمومي امنیت او د کډوالو پر موضوعاتو خبرې وکړې.
spin-boldak
د چمن – سپین بولدک دروازه یوازې د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره پرانیستل سوې
د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي په کندهار ولایت کې وايي، د چمن – سپین بولدک پوله یوازې د هغو کډوالو لپاره پرانیستل سوې ده چې بېرته افغانستان ته راګرځي، خو د مسافرو او سوداګریز تګ راتګ لا هم بند دی.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو تړل کېدل
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان سره د وروستیو سرحدي شخړو له امله، د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې تجارتي او ترانزیټي لارې به تر راتلونکې خبرتیا پورې تړلې پاتې سي.
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.