د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي آسیا عمومي رئیس محمدرضا بهرامي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند تړون ته په غبرګون کې ویلي چې دا اقدام د سیمهییز تاوتریخوالې د کمېدو لپاره یو مثبت ګام دی. بهرامي د یکشنبې په ورځ (د میزان ۲۷مه) په خپل ایکس (تویټر) پوسټ کې لیکلي: «د سیمې د ټولو هېوادونو ګډې ګټې د ارامۍ، ثبات او امنیت په ټینګښت کې دي.» هغه ټینګار کړی چې «خبرې اترې او متقابل تعامل د شخړو د حل تر ټولو غوره لاره ده.»
د ایران د دې دیپلومات څرګندونې په داسې حال کې دي چې د طالبانو او پاکستان د استازو خبرې په دوحه، د قطر په پلازمېنه کې، د «بشپړ اوربند» په موافقې سره پای ته رسېدلې دي. د یادونې وړ ده، تر دې مخکې د پاکستان د پوځ له خوا د پکتیکا او کندهار پر ولایتونو هوایي بریدونه سوي وو چې د ملکي وګړو د مرګژوبلې لامل سول.
ایران، د افغانستان د ګاونډي هېواد په توګه، تل ټینګار کړی چې د سیمې شخړې باید د سیاسي او دیپلوماتیکو لارو حل سي دا دریځ د بهرامي په تازه څرګندونو کې هم څرګند سوی دی.