د اړیکو د پراختیا او سیمه‌ییزو بدلونونو په اړه د طالبانو او بنین خبرې

په قطر کې د طالبانو د سفارت د رسنیو دفتر اعلان کړی چې سهیل شاهین، په دوحه کې د دې ډلې سفیر، د بنین د جمهوریت له سفیر سره لیدلي او د دواړو لورو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په اړه یې خبرې کړې دي.
د اړیکو د پراختیا او سیمه‌ییزو بدلونونو په اړه د طالبانو او بنین خبرې

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ په قطر کې د طالبانو د سفارت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې سهیل شاهین د بنین د جمهوریت له سفیر بیدا نوهوم یوسف عبدالرحمن سره لیدنه کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او د بنین د جمهوریت ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

د دغو خبرو اصلي محورونه د بنین روان سیاسي وضعیت، اقتصادي او سوداګریز موضوعات، او همدارنګه نور د ګډې علاقې وړ مسایل یاد سوي دي.

ویل سوي چې دا لیدنه د دیپلوماتیکو سلا مشورو او د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه د نظرونو د تبادلې په چوکاټ کې ترسره سوې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x