د معمار پرس د راپور له مخې، د ايران د فارس ولايت د مهاجرو او بهرنيو اتباعو عمومي مدير بهرنگ قرباني پرون په شيراز کې د مهاجرو د تنظيم په غونډه کې وويل چې د سرشمېرنې په نامه کارت لرونکو بهرني اتباع بايد ژر تر ژره د دې ولايت او هېواد څخه ووځي. د ایرنا د خبر له مخې، هغه زياته کړه چې د دغو کسانو سره د هر ډول خدمت رسونه منع او د قانون خلاف دی او دا کسان د ناقانونه بهرنيو اتباعو په ډله کې شامل دي او په فارس ولايت کې د دوى اوسېدل، کار کول او د اولادونو زده کړه منع ده او د مهاجرو چارو عمومي مديريت څارونکي ټولنه، د کورونو مالکان او د ښوونځيو مديران چې دغو اتباعو ته خدمتونه وړاندې کوي، له دوسیې جوړولو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کوي.

- 48
- کې خپور شو 12:46 ب.ظ
- د خبر شمیره 10403
- September 14, 2024
- کې خپور شو 12:46 ب.ظ
- د خبر شمیره 10403
- September 14, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

پر افغانستان د شوروي یرغل؛ «ویاړلی ماموریت» که د ورانۍ پیل؟
12 ساعتونه پیش


پاکستان: طالبان باید د سولې یا انزوا لار وټاکي!
12 ساعتونه پیش

د پاکستان د ولسمشر ویاند طالبان «بېمغزه» وبلل
13 ساعتونه پیش
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments