د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ امرالله صالح، د جمهوري دورې د ولسمشر پخواني مرستیال ویلي چې یوه اوزبیکستاني هوایي کمپنۍ د امریکای د حکومت له لوري طالبانو ته د پیسو د لیږدولو مسوولیت په غاړه لري. هغه زیاته کړې چې د ۲۰ دلو په ورځ هم ۴۰ میلیونه ډالر کابل ته ليږدول سوي دي.
صالح وايي چې دغه پروازونه «پټ» ترسره کېږي او د پروازونو د ثبت په سیسټم کې نه سي موندل کېدای.
هغه په خپل اکس پاڼه کې لیکلي چې نوې جوړ سوې کمپنۍ «اسکای ګارډ»، د امریکايي کمپنۍ «ایر سیل» فرعي څانګه ده او د درې کرايه سوو طیارو له لارې د امریکا نغدې پیسې طالبانو ته لیږدوي.
هغه ادعا کړې چې د «اسکای ګارډ» پروازونه د پروازونو په څارنیز سیستم کی هیڅ نښه نه موندل کېږي . د هغه په وینا، وروستی پرواز د شارجه څخه کابل ته سوی او بیا د ۱۱ بجو په شاوخوا کې شارجه ته ستون سوی دی.
په مقابل کې، د امریکا چارواکو څو ځله ټینګار کړی چې د امریکا حکومت په مستقیم ډول نغدې پیسې طالبانو ته نه لیږي او د امریکا مرسته افغانستان ته د نړیوالو بنسټونو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو او نورو بشري شریکانو له لارې رسېږي.
په داسي حال کې ؛ صالح په اکس کي په خپره سوي متن کې پوښتنه کړې: «که دغه ۴۰ میلیونه ډالر د امریکا پیسې د طالبانو لپاره نه وي، نو ولې په پټه ليږدول کیږي او هغوی ته سپارل کېږي؟»
هغه همدارنګه ادعا کړې چې د کانګرېس په بحث کې د اونیزو ۴۰ میلیونو ډالرو د پیسو د توقف موضوع د طالبانو سره د پټو تعاملاتو مخه نه ده نیولې او دغه مالي ملاتړ په قاچاقي بڼه دوام لري.
صالح مخکې د ۷ دلو په ورځ هم لیکلي وو چې د ټرمپ حکومت له یوې خوا پر کاناډا ګمرکي محصول وضع کوي، خو له بلې خوا په «سخاوتمندانه» توګه له طالبانو مالي ملاتړ کوي. هغه په غیرمستقیم ډول طالبان د امریکا د استازي ډلې په توګه په افغانستان کې معرفي کړي دي.



